ولسمشر: ملا هبت الله چېرې پټ دی او ولې افغانان وژني!؟


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ملا هبت الله دې افغان ملت ته ځواب ووايي، چې چیرې پټ دی، ولې د امریکایانو ساتنه کوي او افغانان وژني.

ولسمشر محمد اشرف غني ولسي جرګه کې د نوماند وزیرانو د معرفۍ مراسمو ته د وینا پر مهال وویل، د جمهوریت غېږه لویه ده او ټول افغانان په کې په ازاد ډول ژوند کولی شي او په کې ځایږي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، د وسله والو طالبانو له لورې د تاوتریخوالي زیاتوالی، په هلمند، بدخشان، غور او یو شمېر نورو سیمو بریدونه ښيي، چې د کاذبې فتحې باندي باورمند دي؛ خو د دوی باور به همداسې خوب پاتي شي.

ولسمشر غني وايي، د دولت وړاندېز دا و، چې د سولې خبرو اصل باید قران او سنت وي؛ خو طالبان د امریکا سره قرارداد د اصل په توګه غواړي؛ ولس دې باید پوه شي، چې د اسلام استازیتوب څوک کوي.

نوموړی په خپلو خبرو کې وویل، چې د امان الله خان څخه، د داودخان د سقوط او کورنیو جګړو څخه باید درس واخستل شي او افغانان سره متحد شي.

په ولسي جرګه کې د ولسمشر محمد اشرف غني وینا د تالار د ګډونوالو له هرکلي سره مخ او په چک چکو بدرګه شوه.

د نوي حکومت له پيل څخه نږدې یو کال وروسته نن ولسمشر محمد اشرف غني نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړل.

ټاکل شوې له دې وروسته ولسي جرګه کې نوماند وزیرانو ته د باور رایې لپاره صندوقونه کیښودل شي.

  • 30 تله 1399